د بادغیس ځایي امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې ده.

د بالامرغاب ولسوالۍ د امنیتي مسوولینو په خبره، فوزیه د ضیاء لور چې د بالامرغاب ولسوالۍ د بالامرغاب مرکز بازار کې اوسېده، چې د کورنیو ستونزو له امله ځان‌وژنې ته اړ شوې ده.

“د دې ښځې د ځان‌وژنې لامل کورنۍ ستونزې بلل شوې دي؛ دې ښځې (۳) ماشومان هم لرل”.

په هېواد کې د کم‌عمره نجونو ورکړه، په بدو کې ورکړه، بدل، بې‌اولادي، د لورګانو زېږول او په ټوله کې ناپوهي هغه لاملونه دي، چې ګڼې ښځې ځان‌وژنې او یا هم له کوره تېښتې ته اړ کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version