Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»باغیان څوک دي؟ (۷)
    لیکني

    باغیان څوک دي؟ (۷)

    صابر افغانصابر افغان1 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ځان‌ژغورنې لپاره ملت ځان ته ډال ګرځول

    ځینې انسانان د ریښتینې مېړانې جوهر نه لري؛ دوی یواځې په ژبه ځانونه زړور ښکاره کوي او په ډاګیزه توګه د قدرت ننداره کوي، خو په حقیقي جګړه کې او د مېړانې د ښودلو پر مهال، د زړورتیا او جرات هېڅ نښه په کې نه موندل کېږي.

    دا خلک تل د دوکو او فریب تر نقاب لاندې ځانونه پټوي او یواځې هغه وخت چې په بشپړ امن او آرامۍ کې وي، په لوړ غږ خبرې کوي او ځانونه زړور ښیي.

    همدغسې بې‌زړه کسان تل هڅه کوي چې خلک او عامه وګړي د وینو ډک میدانونو ته ور ټېل وهي او هغوی د خپلو پوچو، بې بنسټه او ناسمو هدفونو قرباني کړي.

    دا فرصت‌طلب او خودغرضه کسان له خلکو څخه د ځان د دفاع او ساتنې لپاره د سپر په توګه استفاده کوي او خپل ځانونه د پردې شا ته پټ ساتي؛ د دې لپاره چې د عدالت تر منګولو لاندې را نه شي او په عام محضر کې حساب کتاب ته مجبور نه شي، تل د تېښتې لار په نظر کې لري.

    دا د باغیانو ستره ډله نه د زړورتیا په ښوونځي کې زده‌کړې لري چې څوک پرې وفا او مخکښي باندې باور وکړي، او نه هم د ایثار په لار تېر شوي چې خلک یې پر مېړانه او غیرت حساب وکړي.

    که یو سرسري حساب ترسره کړو، پوهېږو چې ټول هغه یاغي مشران چې ټول عمر یې په دې پاکه خاوره کې د باطل په صف کې جګړې کړې وې او وسله یې اخیستې وه، د فتحې او بریا له لومړیو نښو سره سم یې د تېښتې لار غوره کړه او خپلو ټولو ملي‌پالو او خیالي آرمانونو ته یې شا کړه؛ هغوی حتی له حسرت او افسوس څخه ډک نظر هم خپل شا ته او هغه ملت ته چې هغوی یې ښکېل کړي او بیا پرېښي وو، ونه غورځاوه.

    له دغسې مکاره او فریب‌کاره خلکو څخه څه تمه کېدای شي؟ او په کوم قیمت یو څوک خپل ځان په خطر کې واچوي او خپله سینه د دوی د دفاع لپاره سپر کړي؟!ریښتینی سړی هغه دی چې حتی په مغلوبېدلو او شکست کې هم په مېړانه ولاړ وي او د خپلو هدفونو لپاره خپل ژوند قرباني کړي تر څو خپلو ملګرو او هم‌سنګرانو ته د مقاومت او استقامت سمبول وګرځي.

    همداسې د دوی ملګري او هم‌سنګر هم ځواک او قوت ترلاسه کوي او په ټینګه او پیاوړتیا سره خپل لاره تعقیبوي، که څه هم هغه لاره چې دوی غوره کړې، ناسمه او غلطه وي.

    خو همدغه ناسم‌والی او غلط‌والی د هدف او د پایلې تورتم او د انجام ناڅرګندتیا ده چې د ټولو زړونه لړزوي او ذهنونه یې نه‌شي ارامولی.

    له همدې کبله، د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر او د اوږد عمر په تمه او له خپلو شتمنیو او پانګو څخه د ګټې اخیستلو لپاره، په یوه شېبه کې غیبېږي او په ناڅاپي توګه د لویدیځو هېوادونو په یوه ناڅرګند ځای کې راښکاره کېږي.

    په دغسې شرایطو کې، باید عام خلک په فکرمندۍ سره ګام واخلي او د داسې خلکو او لارو په لټه کې شي چې هم د الله رضا په کې وي او هم د هغه هدف لپاره خپل ژوند ورکول هغوی ته د تلپاتې عزت او شرف لامل شي.

    نه دا چې د هغو خلکو په کاروان کې شامل شي چې حتی له خپل ځان سره هم پاک حساب نه لري او د خپل مقصد په اړه مطمئن نه دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه افغانستان کې د اوسني اسلامي حکومت مخالفين او شوم اهداف يې!
    راتلونکي مقاله د صهيونيستي اسرائيلو تازه بريدونو کې څه کم ۵۰ فلسطينيان‌ شهيدان شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    عربي بوسټ رسنۍ راپور ورکړی، چې په یمن کې د انصارالله سیاسي دفتر غړي «محمد…

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.