د اې بي‌ سي نيوز خبري شبکې د راپور له مخې د امریکا ولسمشر جوبایډن سپينه ماڼۍ کې په خپلو خبرو کې په سوریې کې د اسد د رژیم نسکورېدل یوه تاریخي شېبه بللې ده.

د راپور له مخې بایډن دغه راز په سوریې کې د اسد او د هغه د پلار څه باندې ۵۰ کلنه واکمني ظالمانه استبداد وګڼله او ویې ویل چې د اسد رژیم سلګونه زره بې ګناه سوریایان شکنجه کړي او وژلي دي.

راپور زياتوي چې بايډن ټینګار کړی، چې باید بشارالاسد سوريه کې د خپلو ظالمانه کړو وړ حساب ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version