د سوريې پلازمېنې دمشق د صیدنایا زندان د يوه پوځي ساتونکي په خبره د زندانونو له ماتولو سره سره لا هم په صيدنايا زندان کې د بنديانو د خلاصون هڅې‌ روانې دي، د زندان ټول ساتونکي تښتېدلي او بندیان د ځمکې لاندې بند خونه کې پرېښودل شوي، چې نه هوا لري او نه هم خواړه ور رسېږي.

د ياد ساتونکي په خبره د زندان دروازې ټولې په پرمختللو بريښنايي سيستمونو عيارې‌ دي او کنټرول یې ډیر سخت دی، دغه راز د ودانۍ د ځمکې په لاندې برخه کې د کنټرول یوه خونه ده، چې له پخلنځي څخه د يوه سوري له لارې لار ورغلې ده او له هغه ځايه ټول زندان کنټرولیږي.

د معلوماتو له مخې له ياد زندان څخه د بنديانو رایستل خورا سخت دي او د زندان ټولې دروازې د دېوالونو په شکل دي چې د يوې مخصوصې بټن په پيدا کولو سره خلاصېږي.

د يادونې وړ ده چې د بشارالاسد دکتاتور رژيم په ياد زندان کې ۱۵۰ زره شاخوا کسان ساتل کېدل چې د تحرير الشام غورځنګ د لوړ پوړو چارواکو په ګډون پکې ډېر شمېر نور مهم کسان هم بنديان وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version