رویټرز خبري اژانس په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د برلین په سفر کې، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پر ایران د صهيونيستي اسرائیلو د برید له وخت او څرنګوالي خبر دی؛ خو په دې اړه یې نورجزییات نه دي ورکړي.
وروسته له هغې چې ايران د سلګونه توغنديو پر مټ صهيونيستي اسرائيل په نښه کړل او پراخ تلفات یې ورواړول اسرائيل ګوتڅنډنه کوي چې ډېر ژر به له ايران خپل غچ واخلي، خو؛ ايران بيا وېلي چې که اسرائيل غبرګون وښيي دا ځل به څو چنده قوي ځواب وويني.