د باګرام پر سر شخړې او جنجال یوازې د نن او پرون خبره نه ده، بلکې څو کلونه کېږي چې دوام لري. دغه ځای په شل کلن جمهوریت کې په بشپړه توګه د امریکا په واک کې و او د خپلو سیمهییزو سیالانو، لکه روسیې او چین د څارلو لپاره یې کار ترې اخیست.
په افغانستان کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو، د امریکایي ځواکونو او د هغوی د مزدورانو په تیښتې سره، باګرام هم د هېواد د نورو سیمو په څېر، په بشپړه توګه د افغانانو لاس ته ولوېد او نور د بهرنیانو د حضور هېڅ نښه پکې پاتې نه شوه.
که څه هم د امریکا تر وتلو وروسته، په ځانګړې توګه د ټرمپ د واکمنۍ په پیل کې د باګرام د بیا نیولو موضوع د رسنیو د خبرونو د سرټکی شوه او د جمهوریت تښتېدلي یې په عجیبه توګه د افغانستان د بیا اشغال لپاره هیله مند کړل؛ خو د دوی دغه تریخ خوب هېڅکله رښتیا نشو.
اوس بیا د حلیم فدایي په نوم د جمهوریت یوه تښتېدلي چارواکي چې په څو ولایتونو کې یې د والي په ګډون، مهمې دندې او مسؤلیتونه درلودل، د باګرام اډې د وضعیت په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، چې د خلکو په ګټه ده چې دغه اډه په قانوني توګه امریکا ته وسپارل شي. هغه خبرداری هم ورکړی چې که داسې ونشي، پاکستان به دا تشه ډکه کړي او افغانستان به له دې «لوی فرصت» او نړیوال شراکت څخه ګټه پورته نکړي.
تر هر څه وړاندې باید د فدایي د خبرو یوه مهم ټکي ته اشاره وشي؛ دا چې وايي په «قانوني توګه»؛ له شک پرته د «قانوني» قید استعمال ښيي چې فدایي، سره له دې چې په شل کلن جمهوریت کې یې مهمې دندې درلودې، اوس په غیرمستقیم ډول مني چې په باګرام کې د امریکا تېر شل کلن حضور قانوني نه و. دغه ادعا په حقیقت کې ښيي چې د همدې کسانو په واکمنۍ کې افغانستان اشغال شوی و؛ دا حقیقت ډېر کم وختونه د داسې کسانو له خولې اورېدل کېږي.
له شک پرته د بگرام سپارل، که په قانوني توګه وي یا نه؛ په حقیقت کې د بهرنیو ځواکونو لپاره د اشغال دروازه پرانستل دي. ځکه چې اشغال، اشغال دی او په هېڅ قاموس کې ورته د «قانوني» نوم نه دی ورکړل شوی. دغه اصطلاحات د جمهوریت د تښتېدلو چارواکو، د وجدان له تېر ایستلو پرته بل څه نه دي.
دا ډول پرېکړه په ښکاره توګه د افغان ولس د ارادې په خلاف ده؛ هغه خلک چې شل کاله یې د خپلو ټولو شته امکاناتو په کارولو د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو پر وړاندې مقاومت کړی، ترڅو لوېشت لوېشت خاوره د اشغال له ناولو قدمونو څخه پاکه کړي. اوس پوښتنه دا ده: آیا باګرام د همدې خاورې برخه نه ده چې له دې ټولو زحمتونو او قربانیو وروسته، اشغالګرو ته وسپارل شي؟
له بلې خوا، کله چې امریکا ته د باګرام د بیا سپارلو خبره د خلکو په ګټه یادېږي، باید څرګنده شي چې نه یوازې د سیاسي چارو پوهان، بلکې عام خلک هم پوهېږي چې په باګرام کې د امریکا حضور د روسیې، چین او ایران تر منځ شخړو ته لاره هواروي، افغانستان یو ځل بیا د جمهوریت د شلو کلونو په څېر، له یو خپلواک هېواد څخه د بهرنیو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدلوي.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا داسې کسان لکه حلیم فدایي، د داسې ساده حقیقت له درک څخه محروم شوي؟ یا دا چې د دې رنګینو شعارونو تر شا د پخوا په څېر شخصي ګټې پرتې دي او غواړي یو ځل بیا د ملت د عامه شتمنیو د لوټ او غلا پر دسترخوان سره راټول شي؟
په پایله کې باید وویل شي چې باګرام نه د خرڅلاو توکی دی او نه د جمهوریت تښتېدلو کسانو د سیاسي جاه طلبیو لپاره د فشار وسیله. دغه اډه د افغانستان د ملي حاکمیت او عزت برخه ده چې له درنو قربانیو وروسته بیا د افغانانو لاس ته ورغلې، هېڅ سلیم عقل او ویښ وجدان دا اجازه نه ورکوي چې د اشغال ترخه تجربه بیا تکرار شي.
هو! د خپلواکۍ ساتنه، د لویو قدرتونو له لوبو څخه ځان لیرې ساتل او د هغه ملت د ارادې د درناوي چې د آزادۍ بیه یې ورکړې، یوازینۍ لار ده چې افغانستان له تېرو تیارو او ګران بیه وختونو څخه ژغوري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
