په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني، د ابو ظبۍ اتحاد دولتي شرکت د امنیتي چارو له رئیس، عمر سعید المعمري سره کتلي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت وایي، په دې کتنه کې افغانستان ته د ابو ظبۍ اتحاد دولتي شرکت د الوتنو پر پیل خبرې شوې دي.
د ابو ظبۍ اتحاد دولتي شرکت د امنیتی چارو رئیس افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان ته د یاد شرکت منظمې الوتنې پیل شي.
ابو ظبۍ کې افغان سفیر ویلي، د یاد شرکت د الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوهاړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې ورکړې او د تګ راتګ کچې پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
