عربي رسنيو راپور ورکړی، چې په عرب هېوادونو کې د امريکا پر تاسیساتو د ايران د بريدونو په دوام تېره شپه يو ځل بيا بحرين، کویټ، عراق او متحده عربي اماراتو کې د امريکا پر نظامي او لوجستیکي تاسیساتو ګڼ شمېر توغنديز او ډرون بريدونه شوي دي.

دوه امريکايي چارواکو رسنیو ته تایید کړې، چې تېره شپه کويټ کې په «علی السالم» هوايي هډه د ایران بريدونو کې ۱۵ امريکايي سرتېري ټپيان شوي.

​له بل لوري، نن سهار وختي مهال په بحرین کې د هوایي برید د خبرداري زنګونو د غږېدو او امریکا پورې اړوند نظامي او لوجستیکي تاسیساتو کې د چاودنو خبر هم ورکړل شوی دی.

​ورته مهال بيا ويل شوي، چې د بغداد په هوایي ډګر کې د امریکا اړوند د ویکتوریا لوجستیکي هډه د پرله پسې توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

او پر يادو شويو هېوادونو سربېره متحده عربي امارتو کې هم پر امريکايي تاسیساتو د بريدونو خبر ورکړل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version