رويټرز خبري اژانس د پیسو نړیوال صندوق (IMF) مشرې کریسټالینا جورجیوا له قوله خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه به د نړۍ پر اقتصاد ژور سیوری وغوړوي، چې پایله به یې د بیو لوړېدل او د اقتصادي ودې پڅېدل وي.
د هغې په وینا، د ایران له لوري د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د انرژۍ په نړیواله کچه کې بې سارې ګډوډي رامنځته شوې، چې ورسره د تېلو د تولید میلیونونه بېرله کم شوي او دې چارې د نړۍ پنځمه برخه تېل او ګاز له ګواښ سره مخ کړي دي.
که څه هم تر جګړې وړاندې تمه کېده چې په ۲۰۲۶ کال کې به نړیواله اقتصادي وده ۳.۳ سلنې ته لوړه شي، خو اوس “ټولې لارې” د تورم او مالي بحران لور ته ځي.
ټاکل شوې چې د راتلونکې اونۍ په پسرلنۍ ناسته کې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک مشران پر همدې کړکېچ او د نړۍ د نامعلومه اقتصادي برخلیک په اړه بحثونه وکړي.
