Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟
    سیاسي لیکني

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    عمران آغاعمران آغا25 اگست 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان پېچلی او ستراتيژیک جغرافیايي جوړښت، په دې وروستیو کې د یو شمېر کړیو او استخباراتي سازمانونو لپاره د پام وړ نقطه بدل شوی. دا غرنی ولایت چې له چین، تاجکستان او پاکستان(د چترال له لارې) سره طبعي لارې لري، وروسته له هغه د پاکستاني پوځي رژیم او یو شمېر شریرو کړیو لپاره د پام وړ ګرځېدلی، چې پر ډیورنډ کرښه یې شرموونکې ماتې وخوړه او یا یې له نورو لارو ونه شوای کولای چې خپلو موخو ته ورسېږي.

    د واخان ستراتیژیک دهلېز د بدخشان تر ټولو حساسه برخه ده، چې افغانستان له چین سره نښلوي. واخان له یوې خوا د ترانزیټ، سوداګرۍ او ورېښمو د لرغونې لارې د بيا فعالېدو بېخي نادره لاره ده او له بلې خوا د بيجینګ لپاره هم د پام وړ اهمیت لري. له همدې امله پر واخان ولکه پیدا کول به بهرنیو اړخونو ته دا چانس ورکړي، چې له دې ځایه پر چین، د سیمې پر هېوادونو او افغان حکومت د فشار په توګه کار واخلي؛ هغه اراده چې ورته رسېدل، له ټول افغانستان سره د جګړې له اعلان سره سم دی.

    له بلې خوا، د چترال له لارې د تش په نوم آزادۍ جبهې د څه مودې مخکنيو بریدونو ناکامو هڅو په روښانه توګه وښوده، چې د پاکستان نظامي استخبارات (آی ایس آی) ولې پر بدخشان ډېر تمرکز کوي. بهرني استخباراتي سازمانونه غواړي د چترال له درو څخه د نفوذ په واسطه د بدخشان په لوړو درو کې ځای پر ځای او بیا واخان ناامن کړي، چې له دې سره به د ورېښمو تاریخي لارې په وړاندې خنډ جوړ کړي.

    د دې ټولو تخریبي هڅو او له پولې هاخوا ملاتړ سره سره، په بدخشان کې د اخلالګرو پرله‌ پسې ناکامي د بدخشاني ولس هوښیاري او د نیابتي جګړې د استرداد له امله هم دي. د سیمې اوسېدونکو د پردیو استخباراتي لوبو او نیابتي ډلو بد عواقب لیدلي دي، نو ځکه یې جګړه خوښو څېرو او نیابتي ډلو ته د ناامنه کوونکو هڅو لپاره ځای ورنه کړ.

    دویم خورا مهم لامل د افغان حکومت د کشفي او امنیتي ادارو دقیق څار او چټک عملیات دي. دوی توانېدلي چې د هر راز امنیت اخلالوونکو ډلو تحرکات په لمړیو شېبو کې تثبیت کړي. د یادو ډلو په وړاندې همېشه د افغان حکومت غبرګون مناسب او سنجیده وي.

    که څه هم د پاکستان نظامي استخبارات او هغوی پورې تړلې بېلابېلې نیابتي جبهې د بدخشان له مهم او ستراتیژیک موقعیت خبر دي او د واخان ثبات ننګول غواړي، خو د ولسي ملاتړ نشتوالي، اقتصادي ستونزو او د افغان حکومت د کشفي مراجعو چټک غبرګون د هغوی ټولې نقشې ناکامې کړې دي. بدخشان اوس د مخالفینو لپاره د افغان حکومت په یوه نااحاطه کېدونکي او محکم خنډ بدل شوی دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهخپل‌منځي اختلافات او د واک ناندرۍ؛ په کويټه کې د شر او فساد ډلې دوه کسان وژل شوي
    راتلونکي مقاله جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات: د شر او فساد وسله‌والې ډلې د بهرنیو استخباراتي کړیو اجنډا پر مخ وړي

    مربوطه لیکنې

    د ميراثي سیاست کورنۍ؛ د خیالي مقاومت وروستی فصل

    16 سپتمبر 2026

    داخلي اعترافات؛ د بېوزلو افغانانو له برخلیک سره د پاکستان په ګټه لوبې

    15 سپتمبر 2026

    د لندن ناسته؛ د مخالفينو اختلافات یې حل که ور زيات کړل؟

    13 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 سپتمبر 2026

    د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

    د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د نوي کابل ښار د لومړي فاز…

    د افغانستان او تانزانیا ترمنځ پر دوه‌ اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې شوي

    16 سپتمبر 2026

    د کندهار والي په اداري مجلس کې له مسوولینو غوښتي، چې د خلکو کارونه دې پر وخت خلاصوي

    16 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

    16 سپتمبر 2026

    د افغانستان او تانزانیا ترمنځ پر دوه‌ اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې شوي

    16 سپتمبر 2026

    د کندهار والي په اداري مجلس کې له مسوولینو غوښتي، چې د خلکو کارونه دې پر وخت خلاصوي

    16 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،257 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.