https://hindukushpa.com/wp-content/uploads/2024/10/1000033953.mp4

د بدخشان سیمه‌ییز مسوولین وايي، چې د دې ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له کبله شپږ کورونه، یو جومات او یو زیات شمېر مېوه لرونکې او بې مېوې ونې له منځه تللي دي، او لا هم دوام لري.

د بدخشان امنیې قومندانۍ ویلي، چې د یاوان ولسوالۍ د یادنیل کهنه، نوآباد یادنیل، مرچ شکولک او مرچ مرکزي په اړوند کلیو کې د ځمکې ښویېدنې پېښې شوې دي.

د راپور له مخې؛ د دغو سیمو د اوسېدونکو د څښاک اوبه پرې شوي او د یادو کلیو د تګ راتګ لارې بشپړې تړل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version