د سياېناېن خبري شبکې د راپور له مخې، د برازیل په جنوبي ایالت پارانا کې د بړبوکۍ او توپان له امله، لږ تر لږه ۳۷ تنه مړه شوي او څه باندې ۴۰۰ نور ټپیان دي.
برازیلي چارواکو ویلي، د دغې بړبوکۍ او توپان له امله لسګونه کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۳۵۰۰ تنه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په راپور کې د ایالت د هوا پېژندنې ادارې له قوله راغلي، د دغې بړبوکۍ چټکوالی په ساعت کې له ۱۸۰ څخه تر ۲۵۰ کیلو مټرو پورې و.
