اوکرايني رسنيو راپور ورکړی، چې پر اوکراين د روسيې پراخ بريدونو په پايله کې شپږ تنه وژل شوي او د دې هېواد په کچه د برښنا لېږد هم زیانمن شوی دی.

سرچينې وايي، په اوکراين کې د انرژۍ پر تاسيساتو د روسيې له پراخو بريدونو وروسته د هېواد په ډېری برخو کې برښنا پرې شوې ده.

د اوکراين چارواکو ويلي، د اوکراين او روسیې د جګړې له پيله دا د روسیې د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو تر ټولو ستر بريد و.

روسيې په دغو بريدونو کې د پلازمېنې کېيف په ګډون د دې هېواد په ۲۵ ځایونو بريدونه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version