د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د بریتانیا حکومت اوکراین ته د درې میلیارده ډالرو د پور د ورکړې ژمنه کړې.

راپورونه وایي، چې د دغو پیسو د ورکړې هوکړه پرون د بریتانیا د مالیې وزیرې له لوري لاسلیک شوې او ټاکل شوې ده، چې دغه پور د روسیې کنګل شویو شتمنیو له ګټې ادا شي.

دغه پیسې به د اوکراین پر دفاعي برخې او په تېره بیا د وسلو پر تولید ولګول شي.

د یادونې وړ ده، چې زیلینسکي له ټرمپ سره تر ناندریزې کتنې وروسته بریتانیا ته ولاړ، چې هلته ترې تود هرکلی وشو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version