د بلوڅ بېلتون پالو ویاند بلوچ خان خبر ورکړی چې د “بي اېل اې” او “بي اېل اېف” په ګډون د بلوڅو ټولو وسله والو ډلو مشرانو او استازو یوه مهمه درې ورځنۍ غونډه ترسره کړې ده.

د سرچينې په خبره، په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د بلوڅو ملي تحریک یوې مهمې او پرېکنده مرحلې ته د داخلولو لپاره دې لازم اقدامات وشي.

سرچينه زياتوي، د غونډې ګډونوالو توافق کړی، چې ټولې ډلې به یوځای او د “بلوچ نېشنل ارمي” په نوم به نوی منظم پوځ رامنځته کړي.

د معلوماتو له مخې همداراز پرېکړه شوې، چې بلوچ نېشنل ارمي ځواک به د بلوچستان پر مهمو لویو لارو د پاکستان او چین لوژستیکي او اقتصادي فعالیتونه ګډوډ کړي او چريکي بریدونه به نور هم چټک کړي.

د بلوچ په وینا، دغه اتحاد به نه یوازې پوځي، بلکې ډیپلوماتیک او رسنیز اقدامات هم تنظیم او پیاوړي کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version