د ملگرو ملتونو د خوړو نړیوال پروگرام وايي، برېتانیې په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروگرام سره د ۳۶.۵ مېلیونه امریکايي ډالرو مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پرواگرام ویلي، برېتانیې او شمالي ایرلینډ حکومتونو دا مرسته به په روان ژمي کې د څه باندې دوه مېلیونه اړمنو افغانانو د ملاتړ لپاره ځانگړې شي.
یاد پروگرام ویلي، په مرسته شوو پیسو به د یو مېلیون خلکو لپاره ۱۳ مټرېک ټنه غنم، نباتي غوړي او حبوبات واخلي او له مېلیون کسانو سره به نغدې مرستې وکړي، چې په روان ژمي کې د خپل اړتیا وړ خواړه پرې واخلي.:«دغه مرسته د هغو زیانمنوونکو کسانو یوې برخې سره چې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ وسیله نه لري، په ځانگړي ډول کونډې، بې‌سرپرسته ښځې، ماشومان او معلولولیت لرونکو سره کسانو سره کېږي.»
پرون د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) ویلي، جرمني په افغانستان کې د بشري مرستو له پروگرامونو سره د پینځه مېلیونه یورو مرسته کړې ده.
تېره اوونۍ د خوړو نړیوال پرواگرام سره جاپان هم د ۱۳.۵ مېلیونه ډالرو مرسته کړې وه، چې یاده مرسته به د خوړو د برابرولو سربېره په ښوونځیو کې ماشومانو ته پروتین لرونکي خواړه برابر شي.
که څه هم اوس د پخوا په څېر له افغانستان سره د نړۍ مرستې نه کېږي، خو اوسني حکومت د خپلو شته امکاناتو له لارې په تېرو دوو کلونو کې له زرگونه خلکو سره دوامداره مرستې کړي دي او خواړه یې ورته برابر کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version