Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»برېښنا شرکت: د نورالجهاد سب‌سټېشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي
    افغانستان

    برېښنا شرکت: د نورالجهاد سب‌سټېشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي

    صابر افغانصابر افغان1 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د هرات د نورالجهاد سب‌سټېشن چارې د بشپړېدو او پرانیستلو په تړاو یې له ترکمنستاني پلاوي سره گډه ناسته کړې ده.

    له یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه او د ترکمنستان پلاوي ترمنځ د هرات نورالجهاد سب‌سټېشن پاتې تخنیکي چارو د ژر بشپړېدو او د نوموړي سب‌سټېشن د فعالېدو او پرانیستلو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

    د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس عبدالرحمن رحماني په دې غونډه کې ویلي، اوس‌مهال د نورالجهاد سب سټېشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي مسئایلو تر حل کېدو وروسته نوموړی سب‌سټېشن فعال او گټې اخیستنې ته وسپارل شي.

    په دې ناسته کې د ترکمنستان د نړیوالو پروژو رئیس مراد ارتیکوف ویلي، چې د نورالجهاد سب‌سټېشن چارې د دواړو لورو ترمنځ په ښې همغږۍ تر سره شوي او ډېر ژر به بشپړې شي. :«ټاکل شوې د تجهیزاتو او نورو تخنیکي مسئایلو پروتوکول هم د راتلونکو ورځو کې د دواړو خواو له لوري تائید او وروستی شي.»

    د نورالجهاد سب‌سټېشن پروژې په پرانیستلو سره به هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا کچه لوړه او یاد ولایت کې به زرگونه نوي پېرودونکي د برېښنا له انرژۍ څخه برخمن شي.

    د نورالجهاد سب‌سټېشن ظرفیت ۱۲۵مېگاولټ امپایره دی، چې د هرات برېښنا ظرفیت به د ۱۱۰ کیلوولټ څخه ۲۲۰ کیلوولټ ته لوړ، د ضایعاتو کچه را ټېټه او همداراز د برېښنا انرژۍ جذب ظرفیت به ډېروالی ومومي.

    د دې سب‌سټېشن چارې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لگښت، د ترکمن انرگو قراردادي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.

    مخکینۍ مقالهيمني ځواکونو دوه امريکايي بيړۍ په نښه کړې دي
    راتلونکي مقاله د پانگونې بین الوزارتي کمېټې د لمریزې او بادي برېښنا د تولید او د سوداگریزو مرکزونو د جوړولو په طرحه بحث کړی

    مربوطه لیکنې

    تېر یوه کال کې پر نشه‌يي توکو ۲۸۰زره روږدو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

    16 مارچ 2026

    راتلونکې درې ورځې افغانستان کې د پراخو اورښتونو اټکل شوی

    16 مارچ 2026

    هېواد کې د کوچني اختر په مناسبت درې ورځې عمومي رخصتي اعلان شوه

    16 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 مارچ 2026

    تېر یوه کال کې پر نشه‌يي توکو ۲۸۰زره روږدو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

    د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېر یوه کال کې هېواد کې په…

    راتلونکې درې ورځې افغانستان کې د پراخو اورښتونو اټکل شوی

    16 مارچ 2026

    د مصر اخوان المسلمین غورځنګ پر ايران د امريکا بريدونه د لوی اسرائیل د جوړېدو هڅه‌ بللې

    16 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېر یوه کال کې پر نشه‌يي توکو ۲۸۰زره روږدو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

    16 مارچ 2026

    راتلونکې درې ورځې افغانستان کې د پراخو اورښتونو اټکل شوی

    16 مارچ 2026

    د مصر اخوان المسلمین غورځنګ پر ايران د امريکا بريدونه د لوی اسرائیل د جوړېدو هڅه‌ بللې

    16 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،073 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.