د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي، دغه شرکت توانېدلی چې په تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۱.۵ میلیارده او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت پروژې پلي کړي.

د یاد شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دې موده کې یې د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۰۶ تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

ښاغلي عمر دغه راز ویلي، د نړۍوال بانک له لوري به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پاتې کارونه بیا پیل او د دوه کلونو په موده کې بشپړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version