په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته هغه څېرې چې په واک کې وې او په حقیقت کې یې ولس او هېواد په تجزیه او وېش اخته کړی و، په قتلونو، غلاوو او پراخ فساد یې لاسونه ککړ وو، د دې پر ځای چې له صحنې په شرم سره ګوښه شوي وای او د خپلو تېرو کړنو حساب یې ورکړی وای، بیا یې د نورو نویو ګوندونو او جبهاتو په جوړولو لاس پورې کړ.
خو دا هڅې له پیله هماغه زوړ او بې ګټې رنګ لري؛ نه بدلون او نه هم اصلاحات پکې شته. دوی لا عملاً څه نه دي کړي، مګر پای یې بيا پيل شوی. دا ډلې له جوړېدو سره سمدستي په انشعاب او افتراق اخته شوي او د شخصي ګټو پر سر یې اختلافات اوج ته رسېدلي؛ جالبه دا ده چې ټولې ستونزې یې د دوی مشرانو په کچه دي. دلته نو د پښتو هغه متل ښه تطبیق کېږي چې: کوږ بار تر منزله نه رسېږي.
له هماغه پیله چې د جمهوریت له پاتې شونو څخه د مقاومت او بدیل تر نامه لاندې خوځښتونه راټوکېدل، یو واحد محور رامنځته نه شو؛ هره ډله، هر قوماندان او هرې سیاسي څېرې ځان ته جلا مسیر وټاکه. دا وضعیت داسې نه و، چې لومړی یووالی موجود وي او بیا پرې انشعاب راشي، بلکې خپله همدا جوړېدنه د انشعاب پر بنسټ ولاړه وه.
د رهبرۍ پر سر اختلافات، د نفوذ سیالۍ او د شخصي ګټو ټکرونه دومره ژر را برسېره شول، چې لا د بنسټ ډبره نه وه ايښودل شوې، خو درزونه پکې ښکاره شول. پایله دا شوه چې موازي جبهې وزېږېدې، کوچنۍ ډلې له لویو بېلې شوې او هر یوه ځان د اصلي مسیر استازی باله؛ خو په حقیقت کې دا ټول بهیر د یووالي د کمزورۍ او د ماشومانه سیاست پایله ده. له شته انشعاب څخه نور انشعابونه، په کښتۍ کې د سوري په معنی دي، چې یوه ورځ به ټوله بېړۍ ډوبه کړي.
حامد سیفي چې د مقاومت ډلې یو له هغه قومندانانو څخه و، چې په ډېرو اويلو کې یې په میدان کې حضور درلود. خو اوس چې له هېواده د نورو مقاومتيانو په څېر بهر ته تښتېدلی، له احمد مسعود څخه یې لا جلا کړې ده. د آزادۍ او عدالت نهضت په نوم يې نوې جبهه پرانیسته او جلا موخې لري.
که څه هم حامد سیفي د دغه انشعاب علتونه نه دي څرګند کړي، مګر عام باور او د خلکو نظرونه داسې وایي، چې د احمد مسعود په پرېکړو کې د هغه د کورنۍ انحصار، د جبهې پیسې په انفرادي سفرونو مصرفول، د بهرنیو اړیکو د مسؤل او نورور غړو مالي فساد، د ځينو استخباراتي سازمانونو په سلهاو زره ډالره مرستې ضایع کېدل، د پیسو په اړه پریکړې یوازې د احمد مسعود د کاکا او ماما په لاس ترسره کېدل، د فکري اختلافاتو له وجهې د خپلو ملګرو هدف ګرځول، د وژل شویو جنګیالیو کورنۍ هېرول او د مشرې کړۍ قومي او سمتي بڼه خپلول یاد شوي دي.
هغه جبهې او ډلې چې لا د خپل داخلي انسجام او منظم جوړښت توان نه لري، د لویو اهدافو ادعا یې له موجود واقعیت سره زيات واټن لري. ځکه هر هغه سیاسي یا نظامي حرکت چې په خپل جوړښت کې د یووالي، باور او منظمې رهبرۍ ستونزه ولري، د لویو موخو د تحقق لپاره لازم ثبات او ظرفیت نه شي پیدا کولی. په داسې حالت کې ټولې ادعاوې یوازې شعارونه او د رسنیو صفحې ګرمې ساتل دي او ښايي د ډلو ترمنځ رقابت تر لفظي شخړې او تفرق وروسته عملي ټکرونو ته ولاړ شي؛ موږ ولیدل چې اکمل امیر، داؤد او نور ورته افراد یې د خپل منځي توطیو په اړ و دوړ کې ووژل شول.
کله چې په یوه ډله کې باور، انضباط او مشروع مشرتابه له منځه لاړ شي، نو داخلي دښمنان د بهرنیو دښمنانو په پرتله ډېر وژونکي ثابتېږي. له دې وروسته به ډلې نورې هم وپاشل شي او د څوکۍ، پیسو یا مشرۍ په لالچ کې به ورو ورو يو د بل وینه تویوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
