د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، چې تېره شپه ۱۲ بجې د بلخ ولایت د حیرتان – دوراهي پر سړک د یوه فیلډر او ټانکر موټرو ترمنځ ټکر شوی.

د بلخ امنيه قوماندانۍ خبرپاڼه زياتوي چې په دې پېښه کې د فیلډر موټر درېیو سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د يادونې وړ ده چې د تل په څېر د یادې پېښې لامل هم د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version