د بلخ ولایت ځایي چاواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر راستنو کډوالو کورنیو لپاره ۱۲۵ کورونه جوړېږي.

د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ویلي، چې د بلخ په زاري، شولګرې او نهر شاهي ولسوالیو کې د یونسیار دفتر په مالي ملاتړ د کډوالو کورنیو لپاره د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۵ کورونه د څلورو مياشتو په موده کې جوړېږي.

په ورته وخت کې یادو ولسوالیو ته راستنېدونکو کډوالو د یادو کورونو په جوړولو خوښي ښودلې او له دولت څخه د نورو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه هم کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version