د بلخ ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، چې په یاد ولایت کې د شپږ میلیونه ډالرو په لګښت د بوجیو او تارونو نوې فابریکه جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۰ ټنه پورې تولیدي ظرفیت لري او ۲۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د بلخ والي، محمد یوسف وفا د تولیدي سکتور پیاوړتیا د اقتصادي ثبات لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي چې له دې سکټور څخه ملاتړ یې له لومړیتوبونو څخه دي.
