د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي له یوې جاپاني رسنۍ سره تازه مرکه کې ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو دوام د امریکا پر چلند پورې تړلی دی.

نوموړي ویلي، که امریکا د ایران پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي، هېواد یې چمتو دی چې متوازنو مذاکراتو ته بېرته راستون شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي:«که امریکا خپله تګلاره بدله کړي او داسې هوکړې ته چمتو وي، چې د دواړو خواوو په ګټه وي، موږ هم د مذاکراتو ته چمتو یو.»

د نوموړي په وینا، د واشنګټن او تهران ترمنځ له تېرو مذاکراتو «ښه خاطره» نه لري؛ خو د هوکړې دریڅه لا هم پرانیستې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version