شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د افغان حکومت مرستیال ویاند، ملا حمد الله فطرت وایي، د رياستالوزراء اداري مرستيال، مولوي عبدالسلام حنفي بلخ ته په سفر کې د دغه ولایت راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د مرستو د وېش بهیر پرانیست.د نوموړي په وینا، دغه مرستې د مشرتابه په لارښوونه د کډوالو چارو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له لارې د مستحقو کورنیو وضعیت ته د رسېدنې لپاره وېشل کېږي.ښاغلي حنفي له ټولو هیوادوالو غوښتي چې راستنېدونکو او نورو مستحقو هیوادوالو سره په ساړه ژمي کې د خپل توان په اندازه مرسته او همکاري وکړي، ترڅو د هغوی ستونزې کمې شي.د معلوماتو له مخې د مرستو په دې لړ کې به په هر ولایت کې ۲۲۰۰ کډوالو مستحقو کورنیو ته ۲۵۰ کیلو ګرامه غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې پیسې وېشل کېږي.