د بلخ والي په مشرۍ د دغه ولایت د استخباراتو او نورو ارګانونو په ګډو عملیاتو کې د مزارشریف ښار په «سلیم څلورلاري» سیمه کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې د عملیاتو پرمهال انسانتښتوونکي او پټنځای یې لهمنځه وړل شوي؛ خو په دې اړه یې بشپړ جزئیات نهدي وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې ژغورل شوی ماشوم د بلخ ولایت مقام کې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.