د بلخ د عامې روغتیا ریاست وايي د ياد ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د نږدې ۲۵ میلونه افغانیو په ارزښت د يو روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

‏د ياد رياست د معلوماتو له مخې دا روغتيايي مرکز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې په مالي همکارۍ د ۷ میاشتو موده کې جوړېږي، چې ورسره به شاوخوا ۳۰ زره کورنۍ له روغتیایي اسانتیاوو برخمنې شي.

واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو وروسته د هېواد په کچه سلګونه روغتايي مرکزونه جوړ او يا پرې کار روان دی چې په لکونه له صحي خدماتو بې برخې هېوادوالو ته به خدمات وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version