بلومبرګ خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا د روسیې پر نفتي بېړیو او دې سره پر تړلو اشخاصو د نویو بندیزونو لګولو ته چمتووالی نیسي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت، دا موضوع د روانې اوونۍ په پیل کې د اروپايي هېوادونو له سفیرانو سره په یوه ناسته کې مطرح کړې ده.
بلومبرګ ویلي، چې دغه بندیزونه به د روانې اوونۍ تر پایه اعلان شي.
