Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»بلوڅ آزادي غوښتونکو د امریکا او پاکستان د کانونو سترې پروژې له جدي ګواښ سره مخ کړې
    سیمه

    بلوڅ آزادي غوښتونکو د امریکا او پاکستان د کانونو سترې پروژې له جدي ګواښ سره مخ کړې

    عمران آغاعمران آغا4 مې 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) وروستي پراخ بریدونه د پاکستان او د ډونالډ ټرمپ ادارې ترمنځ د میلیاردونو ډالرو د کانونو پروژه له جدي خطر سره مخ کړې ده.

    راپور وايي، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تېر کال ټرمپ ته د قیمتي ډبرو ډالۍ ورکړې وه، او ورپسې امریکا اعلان وکړ چې په بلوچستان کې به د کانونو په برخه کې شاوخوا ۱.۳ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

    خو په وروستیو کې BLA وسله‌والو د پراخو همغږو بریدونو لړۍ پیل کړې ده، چې یوازې د جنورۍ په ۳۱مه نېټه شاوخوا ۵۰۰ وسله‌والو په ۱۲ سیمو کې بریدونه وکړل او لږ تر لږه ۵۸ کسان پکې ووژل شول.

    نيويارک ټايمز ليکلي، چې د بلوچستان دغه ناامني او د بلوڅ آزادي غوښتونکو شتون به د بلوچستان ټولې پروژې په ځانګړي ډول د «ریکو ډیک» پروژه، چې د نړۍ د سرو زرو او مسو له سترو زېرمو څخه شمېرل کېږي اغېزمنه او د ناکامۍ له ګواښ سره مخ کړي.

    امریکا پلان لري چې په دې پروژه کې تر ۲ میلیارد ډالرو پورې پانګونه وکړي او زرګونه کاري فرصتونه رامنځته کړي.

    بلخوا، د کانونو نړیوال شرکت باریک ګولډ هم بلوچستان کې خپل فعالیتونه د امنیتي ګواښونو له امله محدود کړي دي.

    شنونکي خبرداری ورکوي، که امنیتي وضعیت همداسې خراب پاتې شي، نو ښايي دا ستره اقتصادي پروژه وځنډېږي او پاکستان له لویو مالي زیانونو سره مخ شي.

    مخکینۍ مقالهد افغان حکومت د مشرتابه په حکم په دولتي ادارو کې نوې ټاکنې ترسره شوې
    راتلونکي مقاله بلوچستان کې چاودنې د پوځي رژیم اته عسکر هلاک او ټپیان کړي

    مربوطه لیکنې

    پښتونخوا کې د بېړني حالت د اعلان په غبرګون لاريونونه راوتلي

    11 اکتوبر 2026

    د پاکستان پوځي رژيم پښتونخوا کې د بېړني حالت لګولو پرېکړه کړې

    11 اکتوبر 2026

    د پاکستان د تحريک انصاف ګوند ستر لاريون نن ورځ د پېښور پر لور خوځېږي

    6 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 16 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: جمعه، ١۴۰٥/٧/٢٤ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    حزب الله له اسرائيل سره د يوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی

    16 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

    16 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 اکتوبر 2026

    حزب الله له اسرائيل سره د يوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی

    16 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

    16 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،143 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.