سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو یو وار بیا نن ماسختن د بلوچستان ایالت پر مرکز، کویټې ښار له څو لوریو برید کړی او دا مهال د ښار په اطرافو کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېږي.

دغه راز ویل شوي، د کویټې ښار تر څنګ دا مهال د بلوچستان په مستونګ، خاران، نوشکي، خضدار او څو نورو ولسوالیو کې هم د پوځي رژیم پر پوستو او مرکزونو بریدونه روان دي.

د معلوماتو له مخې، ازادي غوښتونکو په بېلابېلو برخو کې مواصلاتي لارې هم تړلي او د پاکستاني عسکرو پلټنه یې پیل کړې ده.

نور جزئیات…

هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version