په ایران کې د وروستیو کړکېچونو پر مهال، د نږدې یوې میاشتې لپاره د انټرنيټي محدودیتونو وضع کولو یو غیرمتوقع حقیقت رابرسېره کړ، دا چې د افغان حکومت د مخالفو ډلو ټپلو تبلیغاتي ماشین په لویه کچه د ایران له خاورې او اسانتیاوو تغذیه کېده. د انټرنيټ کلکو محدودیتونو ثابته کړه چې د دغو ډلو تبلیغاتي هڅې څومره لړزانده او پر بهرنیو شرایطو ولاړې دي، ځکه په تېره میاشت کې د هغوی د دروغو او پروپاګند بازار په بې ساري ډول سوړ او بې خونده شوی.

د بېلابېلو مخالفو ډلو مطبوعاتي بهیر چې پخوا به یې په ټولنیزو رسنیو کې د تمویل شویو پاڼو له لارې غوغا جوړوله، اوس له انټرنیټي محدودیتونو سره تر یوې مودې پورې کنټرول شوي او ښیي چې د هغوی ډېری سایبري فعالان او غړي په ایران کې مېشت دي. دغو کسانو د کوربه هېواد له ټکنالوژیکي اسانتیاوو څخه د خپل ګاونډي هېواد د ثبات د تخریب لپاره ګټه اخیستې او که یو ځل بیا په دغه هېواد کې پر انټرنیټ لګېدلي محدودیتونه لیرې شي، نو مخالفین به بیا د افغانستان پر وړاندې خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړي.

د ایران ترڅنګ، د دغه هېواد د مخالفې جبهې(اسرائیل او امریکا) یو بل متحد هېواد فرانسه هم په دې وروستیو کې د مقاومت جبهې لپاره په یوه خوندي ځاله او د فعالیتونو په مرکز بدله شوې ده. یو بل مهم بحث دا هم دی چې د هغوی له یهود پالنې څخه پرده پورته کوي، ځکه فرانسه هم له اسرائیلو او یهودانو سره تر ټولو نږدې اړیکې لري؛ په همدې تعقیب په پاریس کې د احمد شاه مسعود په نوم د سړکونو نومول، دوی ته غونډې جوړول او د جبهې مشرانو ته یې د دولتي امکاناتو ورکول تصادفي نه دي، بلکې د دغو ډلو او د اسرائیلو د متحدینو ترمنځ د یو ستراتیژیک پیوستون ښکاره نښه ده.

ایران به درک کړې وي چې فرانسه هماغه هېواد دی چې په سیمه ییزو شخړو کې په ښکاره ډول د امریکا او اسرائیلو د اجنډا پر مخ وړونکی دی او د ایران او نورو اسلامي هېوادونو په وړاندې یې همېشه دښمني ثابته کړې ده. کله چې مخالفې ډلې په داسې یو هېواد کې د فعالیت اجازه ترلاسه کوي او د هغوی په دولتي تالارونو کې غونډې جوړوي، نو دا حقیقت روښانه کوي چې ښايي د دغو ډلو ډېری غړي په ایران کې په جاسوسي فعالیتونو کې هم ښکېل وي. مقاومت او نور تش په نوم مخالفې ډلې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر ځای د هغو کړیو په خدمت کې دي چې په سیمه کې د یهودو ګټې خوندي کوي.

د دغسې ډلو لپاره چې په دروغو د آزادۍ او مقاومت نعرې وهي، د پاریس او اسرائیلو د نږدې دوستانو په غېږ کې یې ناستې او پراخ فعالیتونه تر ټولو لوی سیاسي او اخلاقي شرم دی چې هغوی یې په نړیواله کچه د مزدورانو په توګه معرفي کړي دي. دغه ډلې اوس یوازې په لوېدیځو پلازمېنو کې د هغو هېوادونو په امر د افغان ولس پر ضد تبلیغات کوي چې د ايران په وړاندې یې هم د امريکا او اسرائيلو بشپړې ملګرتيا ته را دانګلي دي.

د ایران لخوا د انټرنیټ محدودیتونه نه یوازې د افغان حکومت د مخالفو ډلو د تبلیغاتي هستې مرکز رسوا کړ، بلکې ټولو ته یې وښودله چې دغه ډلې تر ډېره په ایران هېواد کې فعالیت لري، چې ښايي هم د دغه هېواد دننه په جاسوسي فعالیتونو کې ښکېل وي او هم له همدې ځایه د افغانستان تخریب کوي. د ایران لپاره د داسې شریرو عناصرو شړل چې له یوې خوا د فرانسې او یهودو دوستان دي او له بلې خوا د ایران خاوره د جاسوسۍ لپاره کاروي، د سیمې د ثبات او د رښتیني اسلامي یووالي لپاره یو حتمي او بېړنی ګام دی، ځکه دغه ډلې نه یوازې د ایران او افغانستان، بلکې د ټولې سیمې د ثبات په وړاندې ګواښ جوړېدلی شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version