د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ګوادر کې د پاکستان پوځي رژیم پر سمندري ځواکونو د ترسره شوي برید مسئولیت پر غاړه واخیست.

د اعلامیې له مخې دغه برید د ګوادر ولسوالۍ جیوني ساحلي سیمه کې ترسره شوی، چې په پایله کې یې درې پاکستاني عسکر هلاک شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویاند جیئند بلوچ ویلي، چې سمندر ته یې د بریدونو د غځولو موخه د بلوچستان د طبیعي سرچینو د غلا مخنیوی او پاکستاني رژیم ته په بېلابېلو جبهو کې زیان رسول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یاد برید بشپړ جزئیات به ډېر ژر خپاره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version