د بلوڅو بلېتون‌پالې ډلې (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، وسله‌والو یې د بلوچستان ایالت قلات او کولواه ولسوالیو کې پنځه پاکستاني پوځیان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان ځایي امنیتي سرچینو تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو سیمه‌ییزې سرچینې وایي د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې نږدې هره ورځ پر پاکستاني پوځیانو ورته بریدونه کېږي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د یاد ایالت په خضدار ولسوالۍ کې هم د پاکستان د یوه پوځي ښوونځي د زده‌کوونکو پر لېږدوونکی بس برید کې څه باندې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version