Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»بلوڅ بېلتون پالو تېره جنوري مياشت په ۳۵ بريدونو کې د‌ پاکستان د بېلابېلو ادارو نږدې ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
    سیمه

    بلوڅ بېلتون پالو تېره جنوري مياشت په ۳۵ بريدونو کې د‌ پاکستان د بېلابېلو ادارو نږدې ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

    صابر افغانصابر افغان13 فبروري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    بلوڅ بېلتون پالو وسله والې ډلې د تېرې جنوري مياشت پر مهال د خپلو بریدونو جزئيات خپاره کړي چې په ۳۵ بريدونو کې یې د پاکستان د پوځ، استخباراتي او نورو امنيتي ادارو ۹۴ کسان وژلي او ۸۷ نور ټپيان یې کړي دي.

    د خپاره شويو معلوماتو له مخې، د تربت سرتېری بريد، د زېري‌ ښار کنټرول او په خضدار کې د پاکستاني پوځيانو په کاروان بريد، درې هغه ستر بريدونه دي چې يادې ډلې تېره مياشت ترسره کړي دي.

    يادې ډلې دغه راز تېره مياشت د بلوچستان په کيچ، قلات، کچهي، نوشکي، خضدار، دکي، حب، کوهلو او مستونګ سيمو کې د بېلابېلو بريدونو پر مهال د پاکستان حکومت د بېلابېلو ادارو ۳۴ کسان ژوندي نيولي، ۳۴ ميله وسله یې ترې غنيمت کړې او ۳۸ نظامي او غير نظامي موټر یې ورته تخريب کړي دي.

    بلوڅ بېلتون پالې ډلې دغه راز د خپلې استخباراتي ادارې «زراب» ستاينه کړې او ويلي یې دي چې، د جګړې پر مهال یې مهم رول لوبولی او د پاکستاني حکومت پر وړاندې یې مهم استخباراتي فعاليتونو ترسره کړي دي.

    يادې ډلې دغه راز د پاکستان « د جګړې او امنيتي اطلاعاتو انسټیټیوټ» د معلوماتو له مخې ليکلي چې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ مياشتې په پرتله د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د بلوڅ بېلتون پالو بريدونه ۴۵ سلنه ډېر شوي وو.

    ياده دې وي، چې د پاکستان د جګړې او امنيتي اطلاعاتو انسټیټیوټ مشر عبد الله خان څه موده وړاندې د بلوڅ بېلتون پالو بريدونه خطرناک بللي وو او ويلي یې وو چې، بلوڅ جنګيالي اوس د جګړې نوې ستراتيژي عملي کوي او د غرونو په ځای په ښارونو کې بريدونه ترسره کوي، چې د پاکستان حکومت لپاره په يوه لوی او نه کنټرولېدونکي ګواښ بدل شوي دي.

    مخکینۍ مقالهپاکستان کې د امريکا سفارت خپلو مېشتو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې، له فيصل مسجد څخه لرې و اوسي
    راتلونکي مقاله د ترکيې ولسمشر اردوغان د شهباز شريف په بلنه پاکستان ته تللی

    مربوطه لیکنې

    د خیبر پښتونخوا وزیر فضل شکور خان د نامعلومه وسله‌والو له لوري تښتول شوی

    21 سپتمبر 2026

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026

    واشنګټن پوسټ وایي د ایران جګړه کې د امریکايي سرتېرو تلفات تر رسمي شمېرو لوړ دي

    19 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځني اسعار 22 سپتمبر 2026

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    اروپا د جیټ الوتکو د سون‌توکو له کمښت سره مخ ده

    22 سپتمبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    22 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    22 سپتمبر 2026

    اروپا د جیټ الوتکو د سون‌توکو له کمښت سره مخ ده

    22 سپتمبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    22 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،259 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.