بلوڅ لبرېشن فرنټ (BLF) وسلهولې ډلې دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې وسلهوالو یې «هيرونک» سيمه کې پر پوځي موټر بمي چاودنه ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې درې تنه پوځيان وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللی دی.
د (BLF) وسلهواله ډله، بلوچستان کې د پاکستان پوځ او نورو امنیتي ادارو پر ضد فعالیت کوي. دوی پر خپلې سیمې خپله خپلواکي غواړي او د پاکستان مرکزي حکومت یې د خپلو زېرمو پر لوټلو تورنوي.