Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»بلوچستان او چترال؛ پر نیابتي جبهاتو د پاکستان د اتکاء ناکام انجام
    سیاسي لیکني

    بلوچستان او چترال؛ پر نیابتي جبهاتو د پاکستان د اتکاء ناکام انجام

    عمران آغاعمران آغا26 سپتمبر 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په سیمه کې د پاکستان تاریخي بهرنی او سیمه ییز سیاست تل پر موازي فشارونو، استخباراتي لوبو او د نیابتي ډلو پر پاللو ولاړ وي. په دې وروستیو کې شواهد، د سیمې د تحلیلګرانو څرګندونې او د معتبرو نړیوالو رسنیو راپورونه ښيي، چې چترال، بلوچستان او خیبر یو ځل بیا د پورته یادو شویو شومو موخو لپاره کارول کېږي. پوځي رژیم هڅه کوي دا سیمې د افغانستان د غلیمانو، ناامنه کوونکو او هغو شریرو ډلو په مرکزونو بدلې کړي، چې د پولې آخوا تحرکات تنظیم او افغانستان ته د ناامنۍ لپاره راځي. د پوځي رژیم دا پالیسي ښيي، چې پاکستان په خپله خاوره کې د امن د تأمین پر ځای، د ګاونډیو هېوادونو په بې ثباته کولو کې خپله بقاء پیدا کول غواړي.

    د پوځي رژیم له خوا په بلوچستان کې پیل شوې استخباراتي پروژه د ځانګړې پاملرنې وړ ده. د راپورونو له مخې، هلته د تېرې فاسدې ادارې له ځینو پاتې شونو، پخوانیو اربکیانو او فراریانو څخه نوې وسلوالې ملېشې جوړېږي، ترڅو د سیمې د ناامنۍ لپاره یې د فشار آلې په توګه وکاروي. دا لښکر جوړونه د پاکستان د اغېز د ساتلو ناتوانه هڅه ده، مګر د پخوانیو نیابتي ناکامیو په څېر دا ابزار هم له پیله ناکام ښکاري؛ ځکه هغه عناصر چې په خپله خاوره کې ناکام او د ملاتړ د نشتوالي له امله تښتېدلي دي، هیچا ته ستراتیژیکه ګټه نه شي راوړلای.

    د پام وړ خو لا دا ده، چې د دې استخباراتي پروژو په وړاندې لومړی او تر ټولو سخت مخالفت د بلوچستان د ځايي خلکو او سیاسي طبقو له خوا پیل شوی دی. هلته سیمه ییزو مدني او سیاسي فعالانو د پاکستان د دغو مداخله غوښتونکو حرکتونو په خلاف غږ پورته کړی، دا فعالیتونه یې له ورایه غندلي دي او حتی بلوڅ آزادي غوښتونکو خو یې په وژنو هم پیل کړی دی. بلوڅ ولس په ښه توګه درک کړې ده، چې ‎د پوځي رژیم له خوا د نیابتي ډلو مالي ملاتړ او مجهز کول د دوی سیمې یوې بلې جګړې ته هم ور کشوي.‎

    له بلې خوا، د دغې لوبې بربنډېدل یوازې تر عامو تحلیلونو محدود نه دي پاتې شوي، بلکې خپله د پرځېدلي جمهوریت مهمو څېرو، لکه فضل فضلي او نورو پخوانیو چارواکو په علني اعترافونو کې دا موضوع بربنډه کړې ده. دا چې د افغان ولس، رسنیو او پخوانیو چارواکو له خوا د پاکستان دا شومې هڅې افشاء شوې دي، دا ثابتوي چې افغانان اوس د پردیو د استخباراتي ډرامو په اړه ښه اګاهي لري. په تېر کې هم ثابته شوې ده چې افغان ولس د هر ډول تحمیل شویو یا له بهر څخه تمویل شویو ملېشو مخه نیولې او هېڅکله یې د پردیو اجیرانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې د دوی د خاورې سرنوشت وټاکي.

    که چترال او خیبر ته وګورو، نو دغلته د نوې جبهې پرانیستل نه یوازې د افغانستان ثبات نه شي ننګولای، بلکې خپله د پاکستان ملي امنیت ته لوی ګواښ متوجه کوي. د پاکستان استخباراتي او نیابتي تګلاره نن د نړیوالو تر سختو نیوکو لاندې ده. د نړۍ مطبوعات او سازمانونه اوس په روښانه توګه وايي، چې پوځي رژیم په سیمه کې د نامسؤله وسلوالو او ناامنۍ د مخنیوي برخه نه، بلکې د یادې ستونزې اصلي سرچینه ده.

    په بلوچستان او چترال کې د نویو نیابتي ډلو، شریرو او بدنامو عناصرو ملاتړ یوه بایللې پروژه ده. سیمه ییز متفق ولسونه د دغو استخباراتي دسیسو د تاریخي تباهیو په اړه پوه دي او مخنیوي ته یې هوډ لري. د پوځي رژیم دغه هڅې نه یوازې د افغانستان اوسنی وضعیت زیانمنولی نه شي، بلکې پاکستان به د خپلو پاتې سیمو کنټرول نور هم له لاسه وباسي. د نیابتي جبهاتو پر ناکامو پایلو اتکاء به پوځي رژیم لپاره له انزوا، نویو داخلي ستونزو او د سیمې د ولسونو له ژورې کرکې سره مخ کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ
    راتلونکي مقاله غزه کې د ډرون چاودنې له امله دوه اسرائیلي عسکر هلاک شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو دروغجنې ادعاوې او د ولس پر وړاندې یې واقعي څېره

    16 اکتوبر 2026

    د پاکستان او جبهو ترمنځ معامله، داخلي اختلافات او بدګوماني

    12 اکتوبر 2026

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    11 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 16 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: جمعه، ١۴۰٥/٧/٢٤ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    حزب الله له اسرائيل سره د يوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی

    16 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

    16 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 اکتوبر 2026

    حزب الله له اسرائيل سره د يوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی

    16 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

    16 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،143 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.