ځایي سرچینې وایي، بلوچستان ایالت کې د تېلو د بحران او اقتصادي ستونزو له امله چارواکو د تعلیمي ادارو د بندېدو موده نوره هم وغځوله.

ویل شوي، اړوند ادارو پرېکړه کړې چې ښوونځي او نور خصوصي او دولتي تعلیمي مرکزونه به تر بل امره پورې تړلي پاتې شي.

په ورته مهال د یاد ایالت د ریل پټلۍ چارواکو اعلان کړی، چې سر له ننه (د مارچ له ۲۳مه) به له کويټې څخه د پاکستان نورو ښارونو ته د ریل ګاډو تګ راتګ هم وځنډول شي.

د معلوماتو له مخې، دا ګام د امنیتي ننګونو او د ازادي غوښتونکو د احتمالي بریدونه له امله پورته شوی.

سرچینې وایي، پاکستانی رژیم له ریل پټلیو د خپلو عسکرو د لېږد رالېږد لپاره کار اخلي او له همدې امله بلوڅ ازادي غوښتونکي پرې وخت ناوخت بریدونه کوي.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version