د آر ټي عربيک رسنۍ د راپور له مخې د لبنان حزب الله ډلې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اسرائیل ۶۳ بریدونه ترسره کړي دي.
سرچینې ويلي، په يادو بريدونو کې اسرائیلي عسکر، ډرون الوتکې، پوځي اډې، میرکافا ټانګونه او سرحدي پوستې په نښه شوې دي.
حزب الله همداراز خبرداری ورکړی، چې اوږدې جګړې او حیرانوونکو بریدونو ته بشپړ چمتووالی لري او د لبنان حکومت به اړ کړي، چې د دوی پر نظامي فعالیتونو د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.
#هندوکشغږ
