ځایي سرچینې وایي، د بلوچستان ایالت د واشک ولسوالۍ کې نن (دوشنبه) سهار د پاکستاني پوځ پر شمسي هوايي هډې راکټي بریدونه شوي دي.

سرچینو د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو او احتمالي مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

د برید مسئولیت تر دې مهاله کومې ډلې نه‌دی منلی او نه هم د پاکستاني رژیم ځایي چارواکو په دې اړه څه ویلي.

د ویلو ده، چې بلوچستان کې له تېرې ورځې راهیسې د پاکستاني رژیم پر پوځي مرکزونو د بلوچ ازادي‌غوښتونکو بریدونه دوام لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version