بلوچستان پوسټ وېبپاڼې راپور ورکړی، چې وسلوالو د بلوچستان ایالت جهلمگسي ولسوالۍ اړوند «لانډي» او «سفراړي» سیمو کې د پاکستاني پولیسو دوه پوستې نیولې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې وسلهوالو دغو پوستو کې دېره تر لس ډېر پاکستاني پولیس نیولي؛ خو د ځایي خلکو په منځګړیتوب یې بیرته خوشې کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې وسلهوالو د پاکستاني پولیسو وسلې، مهمات او موټرسایکلونه له ځانه سره بیولي دي.
په ورته مهال بلوڅ ازادي غوښتونکو ته نږدې رسنیز ادرس باهوټ لیکلي چې د بلوچستان نوشکي ښار کې هم پاکستاني پوځیان د ازدي غوښتونکو له خوا محاصره دي.
