بلوچ ازادي‌ غوښتونکو په تېرو دوه ورځو کې د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان پر پوځ، سرحدي ځواکونو، حکومتي تأسیساتو، رېل پټلۍ، پولیسو، او معدن لېږدوونکو لاریو ۳۳ بریدونه کړي دي.

هندوکش‌غږ ته رسېدلي معلومات ښيي چې دا بریدونه په ځانګړي ډول د «بي‌اېل‌اې» «بي‌اېل‌اېف» او «براس» په نوم د بلوڅ ازادي‌غوښتونکو غورځنګونو له‌خوا ترسره شوي.

معلومات ښیي، چې یاد بریدونه د بلوچستان د مرکز کوېټه په ګډون د دغه ایالت په کولواه، مستونګ، تمپ، زامران، چهل‌مګسي، تربت، تګران، سبي، سورو، خضدار، ګوادر او ګڼو نورو سیمو کې ترسره شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د لوړ رتبه پوځي افسرانو په ګډون لسګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي، ګڼ پوځي موټرې او پوستې یې له‌منځه وړل شوي او دغه راز د حکومتي رېل ګاډو په ګډون ګڼ معدن وړونکې لارۍ هم زیانمنې شوې دي.

د بلوچستان د ازادۍ غورځنګونه خپله روانه مبارزه د خپلواکۍ په پار بولي. دوی د پاکستان پوځ او حکومت له بلوچستانه پر غلا تورنوي او وایي، چې د خپلې مبارزې پر لار هیڅ راز خنډ نه‌مني.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ چې د دغو بریدونو د ډېرې برخې مسئولیت پر غاړه اخیستی خبرداری ورکوي، چې د خپل وطن له منابعو به د لوټمارو لاسونه لنډوي او وار له مخه یې چینايي‌-پاکستاني شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی په خبره د بلوڅانو د منابعو له لوټلو څخه دې لاس واخلي.

د بلوچستان د محلي حکومت چارواکي چې دا مهال پر دغه ایالت د حکومت کولو ادعاوې کوي، تر اوسه په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version