د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت د مستونګ ولسوالۍ په شمس‌اباد سیمه کې د پولیسو پر یوه بس موټر بمي چاودنه شوې چې له امله یې له څه باندې شل پاکستاني پولیس هلاک او ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي چاودنه د پولیسو بس موټر پسې د نښلوونکي ماین له امله رامنځته شوې، چې پکې درې پولیس هلاک او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

له بل لوري د بلوچستان ځايي حکومت ویاند شاهد ریند رسنیو سره په خبرو کې د درې پولیسو هلاک کېدل او د ۱۶ نورو ټپي کېدل تائید کړي دي.

د یادونې وړ ده چې بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د نوي میلادي کال له پیل راهیسې د پاکستان پوځ او پولیسو پر وړاندې بریدونه د پام وړ ډېر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version