د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت په خضدار ولسوالۍ کې د یوه پوځي ښوونځي د زده‌کوونکو پر لېږدوونکي بس د نن سهار چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

د خضدار ولسوالۍ یوه ځایي چارواکي رسنیو ته ویلي، چې پر یاد بس برید سهار مهال د یوه ځان‌مرګي له‌خوا ترسره شوی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي برید غندلی او د ماشومانو پر مرګ‌ژوبله یې خواشیني څرګنده کړې.

له بل لوري د پاکستان د پوځ ویاند بیا ویلي، چې د یاد برید تر شا د هند لاس دی او ادعا یې کړې چې د هند حکومت له ترهګرۍ څخه د پالیسي په توګه کار اخلي او په وینا یې، دا پالیسي د هند اخلاقي زوال او د بشري حقونو بې احترامي ښيي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په پاکستان کې پر پوځي ښوونځیو او پوځي زده کوونکو ورته بریدونه شوي چې د ګڼو زده‌کوونکو د مرګ‌ژوبلې لامل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version