بلوچستان کې محلي چارواکو له رسنیو سره خبرو کې، د بلوچستان په پنجګور سيمه د ناپېژانده وسلوالو په برید کې د پینځو تنو وژل کېدل او د یوه بل تن د ټپي کېدو خبر تائید کړی.

د ځایي خلکو په وینا برید د شپې مهال د ایران پولې ته څېرمه په بروم سیمه کې د پرمختیایي کارونو پر مزدورانو شوی او وسلوالو د کار ماشینونه هم په بشپړ ډول سوځولي دي.

د یادونې وړ ده چې دې ته ورته برید کې هم د اکتوبر پر ۱۱مې د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د ډبرو سکرو د کان ۲۲ تنه کارګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version