د بلوچستان نېشنلسټ پوځ (BNA) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وسله والو یې په دوه جلا بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم دوه عسکر هلاک او دوه نور ټپیان کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه بریدونه د بلوچستان کېچ او بالیچه سیمو کې پر یوه ساختماني شرکت او پاکستاني عسکرو شوي دي.

دې ډلې ګواښ کړی، چې د بلوچستان د ازادۍ لپاره به یې روانه مبارزه دوام ولري.

ځایي سرچینې وایي، بلوچستان کې امنیتي وضعیت د پاکستان پوځي رژیم له کنټروله په وتو دی او ورځ تر بلې ازادي غوښتونکې ډلې پیاوړې کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version