د پاکستان پوځي رژیم ته نږدې سرچینو ویلي، چې نن (جمعه) سهار مهال بنو کې د دغه رژیم د عسکرو پر پوستې وسله‌وال برید شوی.

ویل شوي، چې دې برید کې اووه پولیس مرګوني ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت کومې ډلې نه‌دی منلی؛ خو تر دې وړاندې په یاده ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو د ترسره شویو ګڼو بریدونو مسئولیت د پاکستاني طالبانو غورځنګ منلی دی.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ بنو کې پیاوړی پوځي حضور لري او له وړاندې یې د دغه رژیم عسکرو ته د دندو د پرېښودو ویلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version