د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، له روسیې سره د سرپرست حکومت اړیکي د امریکا په پرتله په ښه کچه کې دي او د کابل او مسکو ترمنځ سوداګري زیاته شوې ده.

ښاغلي متقي همدا راز په خپلو خبرو کې ټینګار کړی که‌چېرې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړي، نو له سخت ځواب سره به مخ شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د نشه یي توکو پر وړاندې د جدي مبارزې خبره هم کړې او وېلي يې دي چې په دې برخه کې یې چټک ګامونه اخيستي دي.

ښاغلی متقي دغه‌راز زیاتوي چې، ناټو او د هغې همکارانو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې جنګي جنایات ترسره کړي، چې د دغو جنایتونو جبرانول شوني نه دي، او پکار ده چې دغه هېوادونه د شل کلنې جګړې قربانیانو ته غرامت ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version