د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د هغه څرگندونو هرکلی کړی، چې د افغانستان حکومت سره یې د لا زیات باثباته، دوامداره او حقیقي خبرو اترو ملاتړ کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، اسلامي امارت تل ټینگار کړی، چې د یوه مسوول حکومت په توگه چمتو دی، چې له ټولو اړخونو سره پر مشترکو مسئایلو جامع او پایله لرونکې خبرې اترې ولري.: «د افغانستان حکومت د روسیې په گډون ټولو هېوادونو ته په ډاگه کوي، چې افغانستان کې د اشغال له پای سره سم د ناامنۍ عوامل له منځه تللي دي او ورسره په افغانستان کې د پانگونې او سترو پروژو د پلې کولو زمینه هم برابره شوې ده.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف ویلي وو، چې نړۍ باید له افغانستان سره خبرې وکړي او خپلې شته اندېښنې له له افغان چارواکو سره له نږدې شریکې کړي.