د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ویلي، د صهیونیستي رژیم د پارلمان له خوا د هغه قانون تصويب په کلکه غندي چې له مخې يې پر فلسطيني بنديانو اعدام سزا تطبیق ته لار هواريږي.
وزارت زیاته کړې، چې دغه اقدام د تکراري ظلمونو په دوام د فلسطیني ولس د حقونو ښکاره نقض او له بشري اصولو سره په ټکر کې دی.
بهرنیو چارو وزارت وړاندې له نړیوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو غوښتي چې د دې اقدام د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.
