د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له ډلې یې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ پروژو کې یو لړ تعدیلونه راغلل.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د پنجشیر ولایت د پوهنتون لپاره د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان ولایت د پوهنتون لپاره د طب پوهنځي د ودانۍ جوړول، له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک اول او دویم فازونو د چارو بشپړول، د فاریاب ولایت په بندر ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړولو او همدارنګه په مختلفو ولایتونو کې د برښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي.
اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې منظور شوې پروژې د افغان حکومت له لوري تمویلېږي.
