د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران په مشهد کې د پخواني افغان جنرال کونسل عبدالجبار انصار ماموریت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ د ۱۴۰۳ د غبرگولي میاشتې په ۶مې نېټې باندې پای ته رسېدلی او مرکز ته راغوښتل شوی.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان پخواني جنرال کونسل عبدالجبار انصار، پس له څه باندې پينځه کلن ماموریت (گمارنه د ۱۳۹۸ کال د غويي په ۳۰مه) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ د ۱۴۰۳ د غبرگولي میاشتې په ۶مې نېټې باندې پای ته رسېدلی او مرکز ته راغوښتل شوی.: «د ډیپلوماتیکو او کونسلي چارو په اړه د ویانا کنوانسیونونو او د هېوادونو د داخلي قوانینو له مخې، د ډیپلوماتیکو استازو د دندې پای ته رسول او بېرته راگرځول د لېږدوونکي هېواد واک او په نړيوالو عرفونو کې یو معمول دی، چې د ماموریت پای ته رسېدو سره سم د مامور لاسلیک او نښه نور د اعتبار وړ نه‌دي او ټول امتیازات یې په کوربه هېواد کې پای ته رسېږي او یاد شخص باید خپل ډیپلوماتیک کارت د کوربه هېواد اړونده چارواکو ته وسپاري او نور نه‌شي کولی په کوربه هېواد کې له ډیپلوماټیکو امتیازاتو او مصوونیتونو څخه گټه پورته کړي.»

د ښاغلي بلخي په خبره، د نوي دیپلومات تر استولو او هغه ته د کونسلگرۍ مسوولیت سپارلو پورې، مراجعینو ته په وخت د خدماتو په وړاندې کولو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره، د یاد کونسلگرۍ یو ډیپلومات به د کونسلگرۍ د چارو څارنه کوي.: «انصار د خپلې دندې له پای ته رسېدو وروسته په غیر شفاف توگه د استازولي د عوایدو په راټولولو او د ادارې په چارو کې د غیر مسوولانه مداخلې په څېر په غیر قانوني کړنو تر سره کولو سره، د مراجعینو، سوداگرو او د دې سیمې مېشتو افغان وگړو لپاره د کونسلگرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر یې اغېزمن کړی دی، فلهذا د پخواني جنرال کونسل لاسلیک او نښه د اعتبار وړ نه دي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version